-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
د طالبانوطرحه په زابل کې د يو سيمه ييز مقام په خاطر ناکامه شوه .
څو يرغلګرو تېره شپه د زابل په ارغنداب ولسوال کې د محمد قاسم محمدزي پرکاروان د قندهار دعينو مينې په ښارګوټي کې ډزې وکړې چې په دې پېښه کې دغه سيمه ييز مقام ته د سرزيان نه دى اوښتى.
د زابل يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو ډزو کې دارغنداب ولسوال ته زيان نه دى اوښتى خو يواځې يوساتونګى يې سربيرن ټپي شوى دى.
تراوسه پورې هيچا د دغه بريد مسووليت په غاړه نه ده اخستى خو د زابل سيمه ييز مسوولان د دغې پېښې عاملين طالبان بولي .
ختم _ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ