امنیت

ديارلس وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
د زابل د ولایتي ادارې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شهر صفا والسوالۍ په خواجه بابا سیمه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې هوايي ځواکونو تېره شپه په خواجه بابا سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو بریدونه وکړل.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونوکې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته