خبرونهامنیت

دوه پوليسان په کابل کې د چاودنې له امله ټپيان شول

٢١- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د کابل پوليس وايي چې نن سهار د ٨ بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په ١٥ ناحيه کې چاودنه وشوه .
چاودنه په يو پوځي واسطه کې د لګول شوي مقناطيسي ماين زېږنده وه .
د کابل پوليس په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دې پېښه کې دوه پوليسان ټپيان شول
د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې پرون په يوشخصي موټر کې د چاودنې له امله يو تن ووژل شو اويوتن بل ټپي شو.
د جمهور رييس لومړى مرستيال امر الله صالح د پايتخت د امنيت د تامينولو مسووليت لري دوه ورځې مخکې اعلام وکړ چې ډېر ژربه د مقناطيسسي ماينونو ستونزه حل کړي.
هغه ستونزه چې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي .
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته