خبرونهامنیت

دوه طالبان په لوګر کې ووژل شول

٢٠- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د لوګر امنيتي مسوولان په دغه ولايت کې د دوو وسله والوطالبانو د وژل کېدو خبرورکړ.
د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې چې د لوګر په مرکز او د ناصريو او د الوزيو په کليو کې ترسره شول دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
لونګ زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه ، دوه تومانچې ، پنځه ماينونه ، درې موبايلونه او په لسګونو ګولۍ ترلاسه شوي دي .
ختم- شکريه -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته