سیاست

جمهور رئیس غني د ډنمارک د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د افغانستان لپاره د ډنمارک د نوي سفیر شن چارلس ایلرمن کینګ اومبي باور لیک ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د باورلیک د وړاندې کولو په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ډنمارک له همکاریو څخه د مننې پر مهال د ډنمارک سفیر ته د نوي دندې مبارکي ورکړه او هغه ته یې بریالیتوب وغوښت.
ورپسې د ډنمارک نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پيلولو خوښې څرګنده کړه وې ویل، د افغانستان او ډنمارک ترمنځ به د مناسباتو د لا پراختیا په خاطر هڅه وکړي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته