امنیت

دوه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل / د سلواغې ٢۳ مه / باختر
دوه وسله وال طالبان په فارياب کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند باختر آژانس ته وويل چې جګړه د فارياب د ګرزيوان ولسوالۍ په مرکز کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريد وروسته وشوه چې په پايله کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور یې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې يو بل سرتېرى برسېرن ټپي شو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته