کابل، د غوایي ۱۲ مه، باختر
د بلخ ولایت د خشک تاک فابریکه کې د ۲۰ میلیونه ۴۲۰ زره افغانیو په لګښت د بیسکوټو تولیدي خونې فعالیت پیل کړ.
د یادې فابریکې مسوول انجنیر احمد رشاد د باخترآژانس خبریال ته ویلي اوسمهال په دغه خونه کې په ورځني ډول ۵ ټنه بیسکوټ تولید کېږي او په کې ۱۰۵ ښځینه او ۳۰ نارینه په کار بوخت دي.
د بلخ ولایت مقام د دفتر رییس مولوي سلطان محمد سعید وویل، چې دا د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای دی، چی د خشک تاک تولیدي فابریکه د هېواد په بېلابېلو برخو کې چوپړتیاوې وړاندې کوي.
نوموړي همدارنګه د کورنیو تولیداتو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خپلو تولیداتو په ښه کولو سره هېواد د ځان بسیاینې په لور تللی شي.