خبرونهټولنه

میدان وردګو کې ۲.۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

کابل، د غوایي مه، باختر

د میدان وردګو د صنعت او سوداګرۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې د ۲.۵ ټنه تاریخ تېره درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس انجنیرمحمد خان ځواک د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې یاد توکي او درمل د یاد ولایت د مرکز او یوشمېر ولسوالیو له هټيو څخه د یوې میاشتې په موده کې راټول شوي وو چې د یو شمېر رسنیو په شتون کې وسوځول شول.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاد ریاست د میدان وردګو د یو شمېر ولسوالیو له هټیو څخه یوه اندازه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته