کابل، د غويي ۱۲مه، باختر
کابل ښاروالۍ، د څه باندې ۳۶ کیلوګرامه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.
باختر آژانس ته د یادې ادارې په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له له لوري، د ښار په کچه له بازارونو څخه د څارنو په بهیر کې؛ ۳۶ زره ۱۵۵ کیلوګرامه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي راټول او له ښاره د باندې په ګزک سیمه کې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې لمنځه یوړل شول.
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په وینا، په یادو موادو کې شیدې، ملايي، بیسکوېټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او ماهیانو کنسر، د رومي بانجانو رُب، چپس، پاپړ، شامپو، صابون او نور توکي شامل وو.
د یادې ادارې د مسئولینو د څارنو په بهیر کې، یو شمېر لوډسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا سبب ګرځېدلي وو؛ هم راټول شوي دي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کړې چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پېرودلو پرمهال دې د هغو نېټه او کیفیت په پام کې ونیسي او له پلورونکو څخه یې هم غوښتي چې د بېکیفیته توکو له پلورلو څخه دې په کلکه ډډه وکړي.
تر دې وړاندې هم د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له بازارونو څخه زرګونه کيلوګرامه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي او لمنځه وړل شوي وو.