کابل، د غوايی ۱۲ مه، باختر
د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیح الله غوثي زاده د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د اوبو رسولو دغه دوه سولري شبکې د یونسیف موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه ۴۲۸ زره ۸۵۳ افغانیو په لګښت د یاد ولایت په دولینه او تیورې ولسوالیو کې جوړېږي.
هېره دې نه وي چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به په دغو دوو ولسوالیو کې ۲ زره کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې او ۳ سوه کسانو ته به د کارزمینه هم برابره شي.