کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د پروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ ديوه مشر ارواښاد حاجي ملک محمدرحيم خان دمړينې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دلومړي مرستيال او سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره خبر شوم چې د پروان ولايت دسالنګ ولسوالۍ يو مخور حاجي ملک محمدرحيم ځان دهغې ناروغې له امله چې ورپيښه شوې وه ، وفات شوى دى .
په دې مناسب د خپلې ژورې ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ او دوستانواودسالنګ ولسوالۍ خلکو ته وړاندې کوم او دلوي خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت هيله کوم .
ارواښاد حاجي ملک محمد رحيم خان له خبيرو او وطن دوستو شخصيتونو څخه و او دجهاد په دوران کې دمجاهدينو ترڅنګ ولاړ و او په دې لاره کې يې له هيڅ راز سرښندنې څخه ډ ډه ونه کړه اروا دې ښاده وي .
0 1 دقیقه لوستل