ټولنه

يوه ځوانه ښځه دخپل ميړه له خوا ووژله شوه .

کابل   باختر دوږي دمياشتې  اولسمه نيټه  :
په بغلان ولايت کې يوه ځوانه ميرمن دخپل ميړه له خوا ووژله شوه.
نصيرتيره شپه په پلخمري ښارکې په خپل کور کې خپل ميرمن  حسينا  ووژله .
ددغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې دغه پيښه  ددغې ښځې او ميړه ترمنځ له 
ناندرو وروسته رامنځته شوې ده.
  ددوى  له واده څخه يوازې يو کال تيريږي.
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع باخترآژانس ته وويل  چې امنيتي ځواکونو ددغې ميرمنې ميړه چې نصير نوميږي نيولى دى.
ده وويل ؛  دوژنې علت معلوم نه دى او پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړي دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته