
ددوديزى لويې جرګي په نن له غر مې مخکې غونډه کې دديرشو کميټو رئيسا نو خپلي مشورتي نظريي طرحه کړې
دباختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبر له مخې ددغو کميټو رئيسانو دامريکا له متحده ايالاتو سره د استراتيژيک موافقه ليک دلاسليک کولو دڅرنګوالى او ددولت له مخالفينو سره درو غې جوړى د ميکانيزم دخبرو په اړوند د مخکنيو شرطو نو په څرګند ولو سره خپلې نظريې اوپيشنهادونه طرحه کړل
زيا تره دغه نظريې او پيشنهادونه د ملي وا کمنې ،ځمکنې بشپړ تيا ، اسلا مي ،ديني اومذهبي ارزښتو نو ته درنا وي اود بهرنيو ځواکونو له خوا دشپي له خوا دعمليا تو په خپل سر پلټنو د بند ولو په پام کې نيولو سره ددغه موافقه ليک دلاسليک کولو په باب وو .
دغه راز د کميټو مسوولينو او منشيا نو ددولت له مخالفينو سره دروغې جوړى په باب له دولت څخه دسو لې د عالي شورا په تشکيلاتو کې د بدلون غو ښتنه و کړه او وړانديز يې و کړ چې له مخالفينو سره خبرو ته دوام ورکړي شي او هغه کسان دې دسو لې د عالي شورا په تشکيل کې وګو مارى چې قو مي مخور، ديني عالمان اود خلکو مشران دي ، نه دولتي کارکوونکي
دوى دغه را ز وړانديز وکړ چې مخالفين بايد له وسله والو فعاليتو نو څخه لاس وا خلي او د افغا نستان ددولت دارزښتونو په تيره بيا داساسي قا نون ، دبيان د ا زادۍ اود ښځو دحقوقو درنا وي و کړې