بي بي سي باختردزمري دمياشتې ١٣ :
د زيمبابوې دانتخاباتو کميسيون اعلام وکړ ، چې رابرت موګابې ددغه هېواد د جمهوري رياست په انتخاباتو کې په سلو کې د يو ويشتو رايو په ترلاسه کولو سره بريالى شوى دى .
دا اووم ځل دى چې موګابې په دغه مقام ټاکل کيږي .
رابرت موګابې چې ٨٩ کلن دى ٣٣ کاله مخکې دزېمبابوې دخپلواکۍ له وخت څخه تراوسه پورې په دغه هېواد حکومت کړى دى .
د زيمبابوې صدراعظم او د دموکراتيک بدلون لپاره د غورځنګ د ګوند مشر مورګان چانګيرا چې دموګابې اصلي سيال بلل کيږي په سلو کې نږ دې څلور ديرش رايې ګټلي دي .
د رابرت موګابې زانو پي اف وا کمن ګوند ددغه هيواد د مجلس څه دپاسه دريمه برخه څوکۍ ګټلي دي.
دغه څوکۍ د دغه ګوند لپاره کافي دي چي د اساسي قانون په بدلون لاس پورې کړي.
چانګيرا ويلي دي چې اعلام شوې نتيجې نه مني او دغه رايې به په محکمه کې وڅيړل شي .
دافريقا داتحاديې دانتخاباتي کتوونکو مسوول په زيمبابوې کې عمومي انتخابات آزاد ، منصفانه اومعتبر بللي وو.
خو دزيمبابوې دانتخاباتو دملاتړو په نامه ډلې ، د دغه هيواد په انتخاباتو کې ډيرې سترې کتوونکي داخلي ډلې ويلي دي چې په دغو انتخاباتو کې جدي انحرافات شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل