خبرونهTOPروغتیا

دعامې روغتيا وزارت: په  تېرو٢٤ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ٨٤٥ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

 کابل/ د سلواغې ٢١ / باختر:

دعامې روغتيا وزارت وايي په هېواد کې په تېرو٢٤ ساعتونو کې د کرونا٨٤٥  مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

د باخترآژانس د خبرله مخې: د دغه وزارت  وياند جاويد هژبر وويل: په  تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس ١٩٣٥مشکوکې پيښې تر ازموينې لاندې ونيول شوې چې له هغې جملې څخه ٨٤٥ يې مثبتې تشخيص شوي دي.

دعامې روغتيا وزارت وياند زياته کړه؛ نوې پيښې د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې ثبت شوي دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د کرونا د نويو پېښو له جملې څخه ١٤٩په ننګرهار       ،١٣٥په هرات،١٣٥ په پنجشير،٦٢ په قندهار،٥٧ په نيمروز، ٥٤   په پروان، ٤٣ په ميدان وردګو،٢٣ په کابل، ٢٦ په باميان، ٢٤ په سرپل، ٢٠ په بغلان، ١٩ په نورستان ١٨ په فارياب،  ١٦ په تخار،١٢ په بادغيس، ١٢ په پتکتيکا، ٢ په کندز، ٧ په لوګر، ٥ په لغمان ،٤ په پکتيا، ٤ په کونړ، ٣ په بلخ او ٣ په سمنګانو ولايتونو کې ثبت شوي دي.

دعامي روغتيا وزارت وياند زياتوي په تېرو٢٤ ساعتونو کې  په ټول هېواد کې ٢٤٦ کسان روغ شوي دي او ١١ تنه  د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.

دعامي روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د کرونا ويروس مثبتې پيښې مخ په زياتېدو دي دغه وزارت  له خلکو غواړي  تر څو په دغه  ويروس د اخته کېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښووني په پام کې ونيسي .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته