کابل باختر د غبرګولي نهمه :
دافغانستان داقتصاد او دتاجکستان دترانسپورت وزيرانو ددواړو هېوادونو داقتصادي همکاريو دغونډې په پاى کې پرون دګډې پانګې اچونې دپراختيا په باب موافقه وکړه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دهېواد داقتصاد وزير عبدالستار مراد خبريالانو ته وويل چې افغانستان اوتاجکستان داوسپنې پټلۍ ، واټونو او د بريښنا دبندونو دپروژو په برخو کې په دواړو هېوادونوکې دګډې پانګې اچونې د زياتوالي په لاره کې موافقې ته رسيدلي دي .
ده دغه راز وويل موږ هلې ځلې کوو چې په بيلابيلو برخو کې ګډې پانګې اچونې ته زمينې برابرې کړو . چې له دې لارې ددواړو هېوادونو اقتصادښه وده وکړي .
ده زياته کړه چې افغانستان اوتاجکستان په سيمه کې دوه مهم او همکار هېوادونه دي .
دتاجکستان دترانسپورت وزير خدايار زاده بيک هم وويل چې هېواد يې نړيوالو بازارونو ته دافغانستان د پيوند ورکولو لپاره له افغانستان سره مرسته کوي . او هلې ځلې کوي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې زياتې تجارتي لارې جوړې کړي .
دتاجکستان دترانسپورت وزير زياته کړه زموږ دګډې پولې په پام کې نيولو سره هلې ځلې کوو چې په بيلابيلو برخو کې ددواړو هېوادونو اړتياوې په ګډو همکاريو سره پوره کړو .
ده ټينګار وکړ چې په وروستيو دريو مياشتو کې دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ دتجارتي مالونو دليږد راليږد بهير زيات شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل