امنیت

دسرخکانو په درې لاري کې بېړنيو پېښو د تداوي په موخه د يو باب کلينيک دبنسټ ډبره کېښودل شوه

کابلباختر د زمري د مياشتې ٣١
د لغمان ولايت په قرغيو ولسوالۍ پورې اړوند د کابل ـ جلال اباد پر لويه لار  د سرخکانو په درې لاري کې د بيړنيو پېښو د تداوي په موخه د يوه باب  کلينيک د بنسټ ډبره د لغمان دوالي عبدالجبار نعيمي، د قرغيود ولسوال، د ولايتي شوراد رييس، د لغمان ولايت د عامې روغتيا مسولينو او يو شمېر قومي مشرانو په لاسونو کېښودل شوه.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دى
دغه کلینیک دعامې روغتیا وزارت په فوق العاده بودیجه دشپږو ميليونو څلور اتيا زرو افغانيو په لګښت د  یو جریب ځمکې په ساحه کې  جوړیږی، چې ( ۱۰) اداري، د ناروغانو لپاره د جراحۍ او داخلې خونې او نور د اړتيا وړ ملحاق لري، په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې چارې به يې په شپږ میاشتو کې د نوي سهاک ساختماني شرکت له لوري بشپړې شي.
ديادونې وړ ده چې په دغه کلينيک کې به د لوې لارې د ترافيکي پيښو د قربانيانو د درملنې ترڅنګ به د يادې سيمې ناروغان هم تداوي شي.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته