کابل / د غويي ١٠مه / باختر
په لغمان کې درې وسله وال طالبان په جګړه کې ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
دغه جګړه تېره شپه په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې افغان ځواکونو د وسله والوطالبانو پر يوه پتنځي بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې ۳ وسله وال طالبان ووژل شول او ۴ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم-ج-ا