ټولنه

دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام .

په ژورۍ خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دافغانستان دجهاد يو قوماندان محمد بلال نيرم دهغي ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .

انا لله و انااليه راجعون

ارواښاد محمد بلال نيرم دافغانستان دجهاد په دوران کې ډير ښه وځليد او دهيواد په دننه جبها توکي دتيري کوونکو پرخلاف مبارزه وکړه دده خدمتونه دقدر وړ دي او مړينه يي يوه ضايعه ده .

دخپلي ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب دده کورنۍ او دوستانو او دکابل ولايت خلکو ته څرګندوم او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دمغفرت او پاتي کسانو ته يي دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته