ورزش

دافغانستان او سنګاپور دفوټبال ټيمونه لوبه کوي.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٣
دهېواد دفوټبال ملي ټيم نن دسينګاپور دفوټبال دټيم په وړاندې لوبه کوي.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه لوبه په دوستانه ډول دقطر په مرکز دوحه ښارکې ترسره کيږي.
دافغانستان اوسنګاپور دفوټبال د ټيمونو ترمنځ دغه دوستانه لوبه په داسې حال کې ترسره کيږي چې ټاکل شوې ده د هېواد دفوټبال ملي ټيم د راتلوونکي اوونۍ دسه شنبې په ورځ داسيا دملتونو جام سياليو ته دلارې موندنې په خاطر دويتنام له ملي ټيم سره سيالي کوي او دغه دوستانه لوبه تمريني لوبه بلله شوې ده چې له ويتنام سره دلوبې په خاطر دنوي ښوونکي تر نظر لاندې څومره چمتوالى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته