کابل باختر دکب څلورمه :
دهېواد په ختيځ کې داسعد اباد – پارون لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه
دغه لاره چې يواځې دنورستان اوسيدونکو ته د تګ راتګ يواځنى امنه لاره ده دپنجشنبې په شپه دواورې دسخت اورښت له امله دغره ديوې برخې دښوييدو له امله تړل شوې وه .
دنورستان والي حافظ عبدالقيوم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دخدماتي کارکوونکو دهڅو له امله دغه لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .
داپه داسې حال کې ده چې کونړ او نورستان ته په سلګونوتنو مسافرين دلارې دپرانستل کيدوپه خاطر سترګې په لاره دي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ