امنیت

دوه ويشت وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

۳۱- کابل / دسلواغې ٢٠مه/باختر
په داسې حال کې چې په ننګرهار کې پوځي عمليات دوام لري افغان ځواکونو د ٢٢ وسله والو طالبانو د وژلو خبرورکړ .
دغه عمليات د سلګونوافغان ځواکونو په ګډون د هېواد دهوايي ځواکونوپه ملاتړ له دوو ورځو راپديخوا د شيرزادو او د حصارک د ولسواليو په ځينو سيموکې پيل شوي دي.
د هېواد په ختيځ کې د سزلاب قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې افغان ځواکونو د دغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې ٢٢ وسله وال طالبان وژلي او ۱۱ نور يې ټپيان کړي دي .
د رارسېدلو خبرونوله مخې، افغان ځواکونه په دغو عملياتوکې تراوسه پورې د وسله والو طالبانو له شتون څخه د څلورو ساحو په پاکولو بريالي شوي دي.
د دغو عملياتو د ترسره کولو هدف خلکو ته د ژوندانه دمناسبې فضا او پرمختيايي پرګرامونوته دزمېنې برابرول دي .
د سيمې خلک د طالبانو د ځپلو له امله خوشحاله دي اوله حکومت څخه غواړي چې د طالبانو له شتون څخه د کليو له پاکولو وروسته پوځي پوستې جوړې کړي چې خلک په ارامى سره خپل ژوندانه ته دوام ورکړي.
د هېواد په ختيځ کې پوځي مقامات وايي د وسله والوطالبانو له شتون څخه د شيرزادو او د حصارک له پاکولو وروسته به د دغو ولسواليو په ځينوسيموکې د پوليسو او اردو پوستې جوړې شي .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته