سیاستخبرونهTOP

خیرخواه: اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولت سترګې او ژبه ده

کابل / د وږي ۱۷ مه / باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  ملا خیرالله خیرخواه وايي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولت ژبه، سترګې او د فکري رغونې ځای دی.

دغه څرګندونې نن د اطلاعاتو او فرهنګ نوي سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه په خپلې معرفت غونډه کې وکړې.

په یاده غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو مسوولینو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد، د دغه وزارت رییسانو او فرهنګیانو برخه لرله.

د باختر اژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ذبیح الله مجاهد د دغه وزارت نوی وزیر ملا خیر الله خیر خواه د وزارت کار کوونکو او رییسانو ته ورمعرفي کړ.

ذبیح الله مجاهد وویل چې ملا خیر الله خیر خواه د اسلامي امارت په تېره دوره کې د کورنیو چارو وزیر، په بېلابېلو ولایتونو کې د والي او په قطر کې د سیاسي دفترغړي په صفت دندې ترسره کړي دي.

د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خلکو ستونزو ته په کتو اسلامي امارت غوره وبلله چې د اسلامي امارت کابینه په سرپرست شکل خپلې چارې پیل کړي؛ نو د کابینې له معرفت وروسته سمدستي وزارتونو ته د وزیرانو معرفي کول پیل شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ معین ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې دمګړۍ په بېلابېلو وزارتونو کې د وزیرانو د معرفي کولو لړۍ دوام لري.

هغه زیاتوي چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په تېر دولت کې ډېره پاملرنه نه ده شوې؛ خو هڅې پیل شوې چې په اسلامي مارت کې ورته ډېر کار وشي، په وینا یې په دغه برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړینه ده.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه افغانانو ته د تېري پای ته رسېدو او بریا مبارکي ورکړه.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت لپاره مبارزه پیل کړه چې خلک له ستونزو خلاص شي او په پایله کې یې وکولای شول چې مبارزه یې رنګ راوړي.

هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دولت ژبه، سترګې او فکري رغونې ځای وباله او پر افغانانو یې غږ وکړ چې د سولې، ورورولۍ، یووالي او اتحاد په فضا کې ژوند وکړي او له قومي او ژبني تعصبه ځان وژغوري.

ملا خیر الله خیر خواه افغاني فرهنګ د سیمې په کچه غوره  وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د فرهنګ د بډاینې لپاره کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت پرون کابینه اعلان کړه او نن یې د وزیرانو په معرفي کولو پيل وکړ.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته