خبرونهورزش

خوست کې د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي مهرال کلب لوبډلې وګټله

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ انتخابي سيالۍ د مهرال کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د مهرال کلب او حېدر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مهرال کلب لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۴ منډو هدف کېښود، چې حیدر لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۲۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.

دغو سياليو موخه د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې جوړول ښودل شوي، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته