کابل / د چنګاښ ۸ مه / باختر
په خوست کې د ملي امنیت منسوبینو تېره شپه د دهشکې زرګونه ګولۍ ترلاسه کړې.
ځايي چارواکي وايي چې ترلاسه شوې ۴۴ بکسې ګولۍ چې شمېر یې زرګونوګولې ته رسېږي له پاکستانه راوړل شوې دي.
د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازی وايي چې ترلاسه شوې ګولۍ د خوست صبریو ولسوالۍ ته وړل کېدې چې په ورانکارو فعالیتونو کې ترې ګټه واخلي.
وصال