خبرونهورزش

خوست کې د فوټبال غوره ليګ سیالۍ د مټې چینې لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د خوست ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د خوست فوټبال غوره ليګ سيالۍ د مټې چینې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د مټی چینې او مجاهد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې مټې چینې لوبډلې خپلې سيالې مجاهد لوبډلې ته د۰/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو غوره لوبغاړی له شاهين کلب لوبډلې نه عمر، غوره ګول وهونکی د معلم جان کاروان لوبډلې نه شاهين او غوره ګول ساتونکی بيا له کلوب اتلانو لوبډلې نه سمیع الله ونومول شو.
دغه سيالۍ، چې شاوخوا درې میاشتې يې دوام وکړ، موخه يې «افغان چمپين ليګ» ته د غورې لوبډلې ټاکل ښودل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته