سیاستخبرونهTOP

حنفي: بېرته راستنېدونکو ته یوازې بشري مرستې نه بلکې د کاري فرصتونو رامنځته کول هم اړین دي

کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له عالي کمېشنر فليپو ګرانډي او ورسره پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستيال راميز الاکبروف او په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر رئيسې مېرمن کارلين ونبرن هم حضور درلود.

په کتنه کې د یادې ادارې پر فعاليتونو او راستنېدونکو او بې ځایه شویو کورنيو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنر فليپو ګرانډي وويل چې دغه بنسټ له ۱۹۷۹ کال راهيسې په پاکستان او ايران کې له افغان کډوالو سره د مرستو په برخه کې کار کړی او اوس هم خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه: په افغانستان کې د امنيت تامين موږ ته ښه فرصت برابر کړی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره لا زياته همکاري وکړو او دا چې په وروستيو څو مياشتو کې ۱۷۶ زره بې ځايه شوې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي، خوښ يوو.

فليپو ګرانډي افغانستان ته د کډوالو بېرته ستندېدو لپاره د باور فضا په رامنځته کولو ټينګار وکړ او ویې ويل: د ولسواليو په کچه ۵۵ سيمې او د افغانستان پنځه ستر ښارونه د ستنېدو او بيا ادغام لپاره تشخيص شوي دي چې په دې سيمو کې پر بشري مرستو سربېره عمراني او د بيارغاونې کارونه هم ترسره کوو.

په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له فعاليتونو د مننې ترڅنګ پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په اړه چې په هيواد کې د کډوالۍ د پیل لامل شو، يادونه وکړه او ویې ويل: اسلامي امارت د کډوالو د راستنېدو او د بې ځايه شویو کورنيو د بيا پر ځای کولو لپاره د شرايطو برابرولو په اړه هر ډول همکاریو ته تيار دی.

نوموړي زياته کړه: د راستنېدو يو له مهمو عواملو څخه د امنيت تامين او د افغانستان د ټولو اتباعو د خوندیتوب حقوق دي چې الحمدالله اوس برابر شوي او زموږ د هيوادوالو ابرو، عزت او حيثيت خوندي دي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال څرګنده کړه، راستنېدونکو ته يوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بايد هغوی ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې پاملرنه وشي او دا کار په ټول هېواد کې د انکشافي پروژو په تطبيق سره امکان لري.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته