ټولنه

په غور کې بېځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل

۳۰- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د غور له پېښو سره د مبارزې رياست مسوولين وايي په دغه ولايت کې څلور زره بېځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل.
د غور له پېښو سره د مبارزې رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دغو مرستو کې ۲۰۰ کيلوګرامه اوړه او ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې پيسې شته چې پر هرې بېځايه شوې کورنۍ ووېشل شوې.
هغه وويل چې دغه مرستې د غور له پېښو سره د مبارزې رياست د نړۍ د خوړو سازمان په همکارۍ پر هغو ۴۰۰۰ کورنيو چې په ١٣٩٨او ١٣٩٩کلونوکې د طبيعي او غير طبيعي پېښو له امله د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه بېځايه شوې او په فېروزکوه ښار کې ځاى پرځاى شوې وې، ووېشل شوې.
ختم – ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته