سیاستخبرونهTOP

حنفي: اسلامي امارت د سوداګرو امنیت ته لومړیتوب ورکړی دی

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د سوداګرو امنیت ته لومړیتوب ورکړی دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې سوداګرو په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت او کسب او کار په اړه وویل چې په تېرو کلونو کې سوداګر او پانګوال د سر او مال له امنیت څخه برخمن نه وو او دې کار د دوی په سوداګرۍ او کسب او کار باندې منفي اغېز کړی و، اما د اسلامي امارت له واکمنۍ سره په هېواد کې سراسري امنیت تامین شو، سوداګر او پانګوال په پوره ارامۍ او ډاډ د هېواد په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

هغوی د اسلامي امارت له مسوولینو څخه وغوښتل چې سوداګرو او پانګوالو ته په بېلابېلو برخو کې د زیاتو اسانتیاوو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورته مهال  د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سواګرو او پانګوالو ته د ښه راغلاست پرمهال د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د هغوی رول مهم وباله.

د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، امنیت د اقتصادي، سوداګریزو او نورو فعالیتونو زیربنا ده او سوداګر او پانګوال په هغه صورت کې چې د سوداګرو او پانګوالو سر او مال خوندي نه وي، په بېلابېلو برخو کې هغوی ته پانګونه سخته وي، اما اسلامي امارت د دې موضوع په درک سره د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو امنیت ته لومړیتوب ورکړی او هغوی ته یې لازمې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي.

نوموړي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به په هغه اړه ځانګړې پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته