کابل باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه :
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال حاجي محمد محقق او د بهرنيو چارو وزير په امام زمان جومات کې په لمونځ کوونکو د تروريستي بريد د ټپيانو د احوالو پوښتنه وکړه.
باختر آژانس د ا جرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ:
د هېواد د اجرائيه رياست مرستيال حاجي محمد محقق او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د کابل ښار په ايمرجنسي روغتون کې، په خيرخانه مېنه کې د امام زمان په جومات کې دتروريستي بريد د يوشمېر ټپيانو داحوالوپوښتنه وکړه.
محمدمحقق د پوښتنې په وخت کې ددغه بريد شهيدانو ته د خداى (ج) له دربار څخه د فردوس جنت او ټپيانو ته د بيا روغتيا هيله وکړه.
د اجرائيه رياست مرستيال په امام زمان جومات د تروريستانو بريد د اسلام او بشريت د دښمنانو کار وباله او په حکومت يې هم انتقاد وکړ چې د خلکو د امنيت په تامينولوکې بې پروايي کوي.
0 1 دقیقه لوستل