کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ٢٦ مه
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې دهوايي بريد په نتيجه کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د نوبهار بازار ته څېرمه بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د هېواد د هوايي ځواکونو په دې بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
په دغه بريدکې د وسله والو طالبانو څو موټرونه او جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ