سیاستخبرونه

جمهوررییس غني: جمهوریت هغه چتر او بستر دی چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامینېږي

۴۶- کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اهل تشیع عالمانو شورا له غړو سره په ارګ کې وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او په امنیتي او سیاسي چارو کې د جمهوررییس ستر سلاکار استاد محمد محقق هم حضور درلود، په پیل کې د اهل تشیع عالمانو شورا مرستیال او د مشرانو جرګې غړي استاد محمد اکبري خبرې وکړې.
هغه وویل: د اهل تشیع عالمانو شورا جوړښت د عمومي مجمع، اجرائیه شورا او د مرکزي کمېسیونونو او ولایتي شوراګانو څخه جوړ دی چې شمېر یې ۶۵ ته رسېږي.
استاد اکبري زیاته کړه: دغه شورا په معتدله توګه او روښانه لار د اسلامي ورورولۍ او ملي یووالي د پیاوړتیا لپاره کار کوي، په هېواد کې د سولې د تامین او جګړې دپایته رسېدو غوښتونکې ده، د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ساتنې خپل ملاتړ څرګندوي.
استاد محمد اکبري د دې په بیانولو سره چې د اهل تشیع عالمانو شورا غوښتنه تل د سولې، ثبات او امنیت، خیر او فلاح او د افغانستان د ستر ملت یووالی دی، وویل: د اساسي قانون په چوکاټ او د جمهوریت نظام په ساتلو سره دې هر ډول پرېکړه، نرمښت او سوله وشي.
وروسته د اهل تشیع عالمانو شورا غړي نعمت الله غفاري په خپلو خبرو کې د اساسي قانون او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام له ساتنې د ملاتړ پر مهال په ملي روغې جوړې او قضا عالي شوراګانو د رهبري کمېټه کې د غړیتوب، په شرعیاتو پوهنځي کې د جعفري فقهې ډیپارټمنټ د ایجاد، د وقف په قانون کې د تعدیل او د علمای کرامو د امنیت تامین ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
جمهوررییس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د اهل تشیع عالمانو شورا د واضح، روښانه او اصولي دریځ مننه وکړه، ویې ویل: جمهوریت هغه چتر او بستر دی چې د ټولو افغانانو مساوات په کې تامینېږي.
هغه زیاته کړه: په جمهوریت کې به انقطاع ډېره لوړه بیه ولري. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګ نه دی بایللی او د افغانستان اسلامي جمهوري نظام بشپړ بین المللي مشروعیت پر خپل ځای دی او د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان دولت او زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو شریک دي.
جمهوررییس وویل: له سیمې او نړۍ سره د سولې لپاره زموږ ټاکلی هدف دا دی چې افغانستان مستقل، د ملي اقتدار، ولسواکۍ او ملي یووالي لرونکی وي او د مذاکرې د نورو پړاوونو لپاره زموږ طریقه په دقت او باتدبیره انجام او د هغې ډاډمنتیا ده.
جمهوررییس په ټینګار وویل: موږ عذر او تسلیمۍ ته حاضر نه یوو او دا ډول سوله غواړو چې بقا، هوساینه او ملي یووالی په کې وي.
د هېواد جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې وویل: د علمای کرامو د امنیت د تامین لپاره به زیات تدابیر ونیسو او په پام کې ده د وقف نامو او د هغو د قانون پر مسوده د حنفي او جعفري مذهبونو په اساس واضح فکر وشي او ستاسې د نورو وړاندیزونو په اړه به لازم اقدام ترسره شي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته