سیاست

د افغانستان اجرائيه رئيس پکتیا ته لاړ

کابل_باختر د تلې د مياشتې٢٦مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله، د پکتیا پر امنیې قوماندانۍ د ترهګرو له برید وروسته چې زموږ یوشمېر ملکي هېوادوال او ویاړلي زړور امنیتي ځواکونه په کې شهیدان شول، د وضعیت د ارزونې او قربانیانو ته د رسیدګۍ لپاره، د کورنیو چارو وزارت له سرپرست او د ملي امنیت له لوى رئیس سره یو ځای پکتیا ته سفر وکړ.
د اجراييه رياست د وياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اجرائيه رئيس او ورسره پلاوي چورلکه پرون مازدیګر د 203 تندر قول اردو مرکز ته ورسېده. په قول اردو کې د ولایت پوځي شورا د اجرائيه رئیس تر مشرۍ لاندې ناسته وکړه، چې د پکتیا والي، د قول اردو قوماندان، د پولیسو د زون قوماندان او د ملي امنیت رئیس هم په کې ګډون درلود.
په دې ناسته کې ملکي او پوځي مسوولینو د پېښې د څرنګوالي، تلفاتو، د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د رسیدګۍ او هم د پکتیا د امنیتي وضعیت په اړه اجرائيه رئيس ته مفصل رپوټونه وړاندې کړل.
اجرائیه رئیس د ګزارشونو له اورېدو وروسته د پکتیا د پېښې شهیدانو په ځانګړي ډول د هغه ولایت د امنیه قوماندان شهید مل پاسوال توریالي عبدیاني روح ته دعا وکړه او هدایت یې ورکړ، چې له ټولو امکاناتو نه په ګټې اخستنې دې د ټپیانو حالت ته رسیدګي وشي، شهیدان دې د هغوی کورونو ته ولېږدول شي.
وروسته د هېواد اجرائيه رئيس د پېښې په اړه د لازمو څېړنو او له ورته پېښو سره د مبارزې د اغېزمنو لارو د مشخص کولو هدایت ورکړل.
اجرائيه رئيس وویل، چې ترهګرو طالبانو په وروستیو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې درانه تلفات لیدلي او د افغان امنیتي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو ځپوونکو ضرباتو سره د عقب نشینۍ او تېښتې په حال کې دي. په مخامخه جګړه کې یې درنه ماتې خوړلې؛ نو په دې ډول بزدلانه او جنایت کارانه ترهګریزو بریدونو لاس پورې کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ټينګار وکړچې زموږ د خلکو لار د حق او عدالت لار ده او د دښمنانو لار باطله، د قتل او د خلکو د وژنو لار ده چې انشاالله په دې جګړه کې رڼا په تیارې بریالي کېدونکې ده.#
پاى_ج 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته