سیاستخبرونهTOP

جمهوررییس غني او د پاکستان لومړي وزیر ټلیفوني خبرې وکړې

کابل / د لیندۍ ۲۷ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېر ماښام ټلیفوني خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د سولې پروسې په اړه د خبرو پر مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه وښوده.
د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند د ټینګښت په خاطر، مرسته وکړي#.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته