نړۍ

دهند اوپاکستان ترمنځ خبرې لغوه شوې

نوى ډيلې بي بي سي نيوز  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
دهند اوپاکستان ترمنځ  پلان شوې خبرې چې ټاکل شوې وه پرون  ترسره شوې واى، لغوه شوي دي .
پاکستان ويلي دي چې نه شي کولاى دخبرو لپاره دهند شرطونه ومني .
له دې سره  جوخت هند ويلي دي  چې دغه هېواد دد غو خبرو دلغوه کولو مسوول نه دى .
هندي مقاماتو ويلي دي  چې دوى يوازې  ليوال دي  چې له تروريزم سره  داړ وندو مسلو په باب او  نه د نورو موضوعګانوپه باب  خبرې وکړي .
ددغو څرګندونوپه غبرګون کې پاکستاني مقاماتو وويل چې يوازې په همدې بنسټ  خبرې به بيځايه وي .
په هغې وينا کې چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت له خوا صادره شوې ده  ويل شوي دي چې دغه هېواد دې نتيجې ته رسيدلى دى  چې د دواړو لورو خبرې به نتيجه ونلري.
‏‏ددغې وينا له  مخې، هند نه شي کولاې چې په يو اړخيز ډول دا حق ځانته غوره کړي  چې  له دې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نورې مسئلې يوازې او هغه وخت  چې دتروريزم مسئله وڅيړل شوه او له منځه لاړه   ددواړو لورو  دخبرو  وړ وګرځي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته