سیاستخبرونهامنیتTOPټولنه

جمهوررئیس غنی د کوچیانو له مشرانو او استازو سره لیدنه وکړه

کابل/ د زمري ۱۰مه/ باختر

جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کوچیانو یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان  او ډاډ یې ورکړ، چې د تل په څېر د هیواد دفاع ته چمتو دي. دوی د سولې، ملي پروژو او کوچیانو ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېر څه وکړل، خو د جګړې، وژنو او ورانیو مسوول طالبان دي، که دوی افغانان وي، را دې شي چې د هیواد په اړه پایلې ته ورسېږو.

د هیواد جمهوررئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ.

محمداشرف غني وویل، زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د دې وخت راغلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هیواد دابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته