امنیت

په تخار کې دجند الله د ډار اچوونکي ډلې څلور تنه غړي ونيول شول .

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دتخار ولايت ددشت قلعه ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دملي امنيت دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې دجند الله د تروريستي ډلې څلور غړي ونيول شول .
په هغې خبرپاڼه کې چې دملي امنيت له خوا خپره شوې ، ويل شوي دي دغه کسان دتخار ولايت ددشت قلعه ولسوالۍ په يوه واټ کې  ددوو ماينونو دايښودلو په وخت کې له ماينونو سره لاس په لاس نيول شوي دي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي نيول شوي کسان  عنايت الله  ، فيض الله ، محمد اکبر او عبدالهادي نوميږي او دهېواد  په شمال کې دجند الله دتروريستي ډلې غړي دي
ويل کيږي دغه کسان دتخار ولايت ددشت قلعه په مربوطاتو کې دتروريستي او ورانکارو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو .
نيول شويو کسانو اعتراف وکړ چې له يوه کال راپديخوا په تخار ولايت کې په تروريستي  فعاليتونو لکه ماين ښخولو ، چاودنو او دقومي مخورو په ترورولو  بوخت و .
په همدې حال کې په خبرپاڼه کې زياته شوې ده  دتروريستانو په پټنځى  کې دوه ماينونه ،  درې کيلوګرامه تي ان تي ډوله چاوديدونکي توکي ،د ارپي جي -٧توغندي درې ماينونه ، ديارلس مقناطيسي ماينونه ، درې څلور توکمه يي ريموټ کنترولونه  او ١٧ متره چاوديدونکي فيته  کشف او ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته