کابل، د مرغومې ۲۵مه، باختر
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې ېادې ادارې د هېواد په کچه د روان کال د لېندۍ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي چې له مخې یې په دغه میاشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۶.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۱ ميليون ډالر ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په لېندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسېده او د روان کال لېندۍ مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۲.۵ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لېندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۳۵.۸ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په لېندۍ مياشت کې د ۵۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په کې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لېندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېواد ته شوي وو.
همدا ډول د روان کال په لېندۍ مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.