امنیت

په نهر سراج ولسوالۍ کې دافغان ځواکونو اوطالبانو ترمنځ نښته دوام لري .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
دنهر سراج ولسوالۍ  په مرکز او ددغې ولسوالۍ ددوه لاري په ساحه کې  له تيرې شپې راپديخوا  دپوليسو دځواکونو  او دطالبانو ترمنځ  جګړه پيل شوې ده او تراوسه پورې دوام لري .
  وسله والو طالبانو په  دغو ساحو کې  دسيمه ئيزو پوليسو په څو  امنيتي پوستې  بريدونه وکړل او تراوسه پورې  دسيمه ئيزو پوليسو درې پوستې يې نيولي دي .
دلښکرګاه _ قندهار دلوى لارې دساتنې او څارنې قوماندان عبدالستار  نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې وسله والو طالبانوته درانده زيانونه اوښتې دي چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
ده زياته کړه: په دغو نښتو کې دولتي ځواکونو ته هم دسر  زيان اوښتى دى .
دنوروزي  دڅرګندونوله مخې: ددغه ولايت په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې هم نښتې هم دوام لري .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې دهېواد دکورنيو چارو وزارت  اعلام وکړ  چې وسله والو طالبان په هلمند ولايت کې کمزوري شوي دي او دهېواد  له امنيتي ځواکونو سره دمقابلې  توان نه لري .
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو ويلي و چې په  دوو مياشتو کې ددغه ولايت نورې سيمې دطالبانو له شتون څخه پاکيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته