خبرونهټولنه

تخار کې نږدې ۳ زره کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې 

کابل، د کب ۲۶مه، باختر

د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په تخار ولایت کې د څښاک اوبو د ۸ شبکو د جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت ویلي چې د تخار په مرکز او ورسج، رستاق، فرخار، چال او خواجه بهاوالدین ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د ۸ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

یاد وزارت دغه راز زیاته کړې، په دغو شبکو کې د ۶ ژورو څاه ګانو کیندل، په ارتفاعي او ځمکني بڼه د ۹ اوسپني کانکریټي زېرمو جوړول، د اوبو ۱۴۹۸ نل لیکو نښلول، د ۲۰۲ لمریزې برېښنا تختو نښلول او د ۴۴ زره ۴۲۵ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د سرچینې په وینا د یادو شبکو په بشپړېدو سره د مرکز او نوموړو ولسوالیو ۲۸۳۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته