خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د سلواغې ٢٨ / باختر

د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل دوام ته ژمن دی او د قطرپه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي شتون د همدې ژمنې نښه ده.

د باختر آژانس مفسرليکي؛ د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی د قطر په دوحه کې دی، افغان پلاوي           د فارس خلیج له جګپوړو دیپلوماټانو، د اروپايي ټولنې له استازو او د اسلامي نړۍ       له یو شمېر عالمانو سره کتنې درلودې.

بهرنیو رسنیو دغه کتنې اغېزمنې بللې دي، د اسلامي امارت پلاوی هڅه کوي د افغانستان او اسلامي امارت په اړه اروپايي ټولنې او د خلیج فارس هېوادونو ته موجود ابهامونه روښانه کړي او د افغانستان اوسني او راتلونکي په اړه د اسلامي امارت نظر بيان کړي.

د دوحې غونډه په داسې حال کې  جوړه شوې  چې یو شمېر هېوادونو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، امنیتي مسلو، له ډاراچوونکو ډلو سره د اسلامي امارت چلند، د ټول شموله حکومت  جوړولو او نورو مسلو په اړه  د اسلامي امارت کړنو ته د شک په سترګه ګوري  په داسې حال کې چې اسلامي امارت د دغو مسلو په اړه واضحه او روښانه پالیسي لري.

ستونزه دا ده چې بهرني هېوادونه په  ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې په  کابل  کې يې خپلې سياسي نماينده ګۍ تړلې دي، د افغانستان په اړه زياتره مسايل د رسنيو له لارې تعقيبوي او يا هم د هغو راپورونو تر اغېز لاندې راغلي کوم چې نړېوالو بنسټونو له ځانه بې بنیاده او بې اساسه خپاره کړي دي.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د نړۍ پرتعامل ټینګار کوي او چمتو دی چې د اسلامي امارت په آدرس کوم ابهامات موجود وي بيان کړي.

ستونزه دا ده هغه هېوادونه چې د افغانستان د وضعیت په نسبت اندېښنه لري او يا هم نيوکې لري خپل زیاتره معلومات له یوې درېیمې سرچینې څخه ترلاسه کوي او دا کار کولای شي شته ابهام او ستونزې لا زیاتې کړي.

په داسې حالت کې  به ښه  وي هغه هېوادونه چې په کابل کې یې خپل سفارتونه تړلي او په دوحه کې خپل کار ته دوام  ورکوي، خپلې سیاسي نمایندګي بېرته په کابل  کې  فعالې کړي او په مستقیم ډول په افغانستان کې بدلونونه تعقیب کړي. هغه هېوادونه چې په کابل کې یې خپلې سیاسي نمایندګۍ فعالې کړې دي د افغانستان پر روان وضعیت  لږ نيوکې کوي او د همکارۍ زياته روحيه لري، علت يې دا دى چې دوى له اسلامي امارت سره په مستقیم ډول خبرو اترو ته کېني او حالات درک کوي.

د اسلامي امارت ليد لورى نړۍ سره تعامل دی، څومره چې د اسلامي امارت او نورو دولتونو تر منځ اړیکې زیاتې وي هغومره ستونزې کمې او د همکارۍ کچه زياتېږي.

په ټوله کې اسلامي امارت همکاري او همغږي د ستونزو د مخنیوي یوعامل بولي چې نن ورځ يې د سیمې او نړۍ ترمنځ  پر اړیکو سيورى غوړولى دى.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د دوحې په ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي، د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو سره په غونډو کې  د همکارۍ روحیه شتون لري او دا کولاى شي شکونه له منځه يوسي.

دا په داسې حال کې ده هغه آرامه ډیپلوماسي چې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره غوره کړې،  د دې سبب شوې چې نړۍ د افغانستان  پر موجودو واقعیتونو پوهېدو ته نږدې کړي  او دا د راتلونکي لپاره یو ښه پیغام دی.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته