خبرونهامنیت

بلخ کې یوه سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کابل، د کب ۲ مه، باختر

د بلخ امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د بلخ ولایت ویاند حاجي زید باخترآژانس ته وویل چې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ځواکونو د ښار په ۶ مه امنیتي حوزه کې د فواد اکبرزاده په نوم یو ملي سوداګر د ۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی او کورنۍ ته یې سپارلی دی.

په ورته وخت کې د بلخ امنیه قوماندان الحاج ملا عبدالرزاق راشد وايي، انسان تښتوونکو دغه ملي سوداګر له کور څخه یې تښتولی و چې د لارې په اوږدو کې یې د دوی موټر د امنیتي ځواکونو د ګزمې له موټر سره ټکر وکړ او له وېرې یې دغه سوداګر پرې ایښی او د امنیتي ځواکونو له لوري روغ رمټ کورنۍ ته یې وسپارل شو.

د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې شپه او ورځ د خپل ولس خدمت کوي او نه پرېږدي چې یاد ولایت کې د هېواد دښمنان امنیت په برخه کې ستونزې رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته