خبرونهاقتصادټولنه

بلخ کې په واورو کې بند پاتې کسانو ته لومړنۍ مرستې او څارویو ته خوراکي توکي رسول شوي

کابل، د کب ۱۲ مه، باختر

د بلخ سیمه ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په واوره کې بند پاتې کسانو او څارویو ته خوراکي توکي رسول شوي دي.

د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي یاد محمد شبیر ویلي چې د یاد ولایت د چمتال، دولت اباد، بلخ، چهاربولک، شولګرې، زارع او البرز ولسوالیو ته ۱۴ موټره د څارویو خوراکي توکي استول شوي، چې په دې سره د یادو ولسوالیو یولړ ستونزې حل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د شولګرې ولسوالۍ د بیجچکاک سیمه کې یوشمېر هغه کورنۍ چې په واورو کې بند پاتې وې د مرستیال والي په لارښونې ورته خوراکي توکي رسېدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته