کابل، د کب ۱۵مه، باختر
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت ته د آسترالیا، آمریکا، چین او برازیل هېوادونو ۶ سیلانیان ورغلي دي.
دغو سیلانیانو له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال په افغانستان کې د ډاډمن امنیت په ټینګښټ خوښي وښوده او د نورو هېوادونو له وګړو یې وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له طبیعي او تاریخي سیمو څخه په ډاډه زړه لیدنه وکړي.
ورته مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي وویل چې روان کال د دغه ولایت له طبیعي او تاریخي سیمو څخه د بهرنیو هېوادونو ۷۸۰ سیلانیانو لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ شوی چې ورسره سم هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ هم په بې سارې کچه زیات شوی دی.