کابل / د چنګاښ١٠مه / باختر
د وسله والو طالبانو د ډلې يو پاکستاني قوماندان ملاميشل خان له ٨ غړو سره په پکتيکا کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شو.
ملاميشل خان تېره شپه ناوخته د سروبي ولسوالۍ په پوځي پوستې د بريد پرمهال ووژل شو.
په پکتيکا کې يوه جګپوړي پوځي مقام باخترآژانس ته وويل: په دې جګړه کې د طالبانو پاکستاني قوماندان ملا ميشل له ٨ افرادو سره يې ووژل شو.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ
7 د یوې دقیقې څخه لږ