خبرونهاقتصادفرهنګTOPټولنه

بلخ ته ۱۹ بهرنیو سلانیانو سفر کړی

کابل، د کب ۴مه، باختر
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي چې پرون د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه د لیدنې په موخه ۱۹ سیلانیان ورغلي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي باختر آژانس ته وویل چې د امریکا، آسترالیا، پولنډ، جرمني او جاپان هېوادونو څخه ۱۹ بهرنیو سیلانیانو سفر کړی دی.
دغو سیلانیانو له باختر آژانس سره په خبرو کې په هېواد کې د امنیت په ټینګښت خوښي وښوده او ویې ویل چې د افغانستان په تړاو غربي رسنۍ منفي تبلیغات کوي.
د یادونې وړ ده چې سږ کال د بلخ له تاریخي او تفریحي سیمو څخه ۷۶۸ بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی چې ورسره سم د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې هم په بې سارې کچه زیاتوالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته