سیاست

په هرات کې دلوي څارنوالۍ سيمه ئيزو ادارو ته دتاسيساتو دجوړولو لپاره هلې ځلې .

-کابل باختر د ثور  شلمه :
په هرات ولايت کې دلوى څارنوالى  واحدونه به دتاسيساتو خاوندان شي .
  دهرات والي  عبدالقيوم رحيمي  دهېواد له لوى څارنوالى سره په کتنه کې دهرات ولايت او ولسواليو په کچه دلوى څارنوالى  دبېلابېلو برخو داړتياوړ اداري ودانيونه شتون جدي  ستونزه  وبلله  او په دې لاره کې يې دلوى څارنوالى  دژورې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دهرات والي هغه مشخصه  طرحه چې په قالب کې به يې  دڅارنوالۍ  دبرخو ټولې څانګې  تر يو سقف لاندې او ساختماني تاسيساتو ته ولېږدول شي او فعاليت وکړي وړاندې کړه اوددغو ساختماني تاسيساتو  دجوړولو او دبودجې دجلب په برخه کې يې دهېواد دلوى څارنوالۍ داقدام غوښتنه وکړه .
ښاغلي رحيمي دڅارنوالانو هڅې وستايلې  خو ټينګار يې وکړ چې دڅارنوالى  په بېلابېلو برخو کې دودانيو کمښت او تجهيزاتو نشتوالى جدي وباله .
   دغه راز دهېواد لوى څارنوال  هم دهرات ولايت  دمقام دطرحو د څيړنې او دهرات   ولايت په کچه دڅارنواليو دستونزو دلرې کولو په برخه کې دپاملرنې په خاطر  دهمکارى ژمنه وکړه .    ختم _ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته