خبرونهاقتصادټولنه

بغلان کې څه باندې دېرش زره څارویو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول

کابل، د کب ۱۴ مه، باختر

د  بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې ولایت کې یې څه باندې دېرش زره څارویو لپاره خوراکي توکي چمتو او په مالدارانو وېشلي دي.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست د مطبوعاتو د برخې مسؤل ولي آمرخېل وویل، چې د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا او کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هدایت د بغلان ولایت مقام په لارښونې سره سم  د اړوندې کمیټې غړو د دې ولایت ټولو ولسوالیو زیانمنو مالدارانو او خصوصآ په  هغو مالدارانو او کوچیانو چې د بامیان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه بغلان ته راستانه شوي وو او د ډېرو اورښتونو له امله یې څاروي له لوږې سره مخ و د خوراکي توکو مرسته وشوه.

امرخېل، زیاته کړه چې تر دې دمه بغلان ولایت کې مېشتو  د بامیان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه راغلو زیانمن شویو مالدارانو او کوچیانو ته د څارویو خوراکي توکي چې د اټکل له مخې تردې مهاله شاو خوا پر ۳۱۵۸۰  څارویو خوراکي توکي ووېشل شول.

همدارنګه د کرنې ریاست چارواکي د جوړی شوې کمېټې په همغږۍ د ولايت مقام د مرستيال تر څارنې لاندې کوښښ کوي چې نور واښه هم برابر  او پر زیانمنو مالدارنو یې ووېشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته