خبرونهاقتصادټولنهTOP

بغلان کې د لمریزې برېښنا د یوې پروژې چارې بشپړې شوې

کابل، د لېندۍ ۴ مه، باختر

د بغلان ولایت د ګذر ګاه نور ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ  لپاره د ۱۵ کیلو واټه لمریزې برېښنا پروژې کار د ٢.٥ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ شو.

د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د تعمیراتو مدیر انجنير نورالرحمن وويل چې د ګذرګاه نور ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ د ۱۵ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژه یوه له هغو پروژو څخه ده چې د دغې ادارې د ځان بسیاینې په پلان کې شامله و او د بغلان ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال الحاج ملا جان محمد حمزه تر مستقیم نظارت لاندې د ( ٢.٥ ) میلیونه افغانیو په لګښت یې چارې بشپړې شوې.

نورالرحمن زیاته کړه چې د دغې پروژې د جوړولو چارې د امنیې قومندانۍ  د مسلکي کارکوونکو له خوا بشپړې شوې او په دې پروژه کې (۳۳) دانې ۴۵۰ واټه سولر تختې، (۲۸) دانې ۲۰۰ امپیر بطرۍ، درې پنځه کیلو واټه انورټرونه او نور الکترونیکي وسایل کارول شوي او دا وړتیا لري چې ۱۵ کیلو واټه لمریزه برېښنا تولید  او په ژوندۍ برېښنا  یې بدله کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته