خبرونهاقتصادټولنهTOP

بغلان کې د «زرغون چاپیریال ساتنې» تر شعار لاندې د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شو

کابل، د کب ۸ مه، باختر

د بغلان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له لوري په دې ولایت کې د ۱۴۰۳ کال د نیالګیو کینولو پسرلنی کمپاین پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د دغه ریاست له لوري ۸۵ زره  نیالګي د بغلان په بېلابېلو برخو کې کېنول شي.

د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس قاري محراب الدین بلال وويل، هڅه کوي څو  راتلونکي کال کې ۸۵ زرو څخه ډېر مېوه لرونکي او بې میوې نيالګي د بغلان په بېلا بېلو سیمو کې کینوي.

د ولایت مقام ریاست دفتر رئیس  مولوي لعل جان راشد وویل: «  د هېواد  هر وګړي دا مسؤولیت او وجیبه ده تر څو د خپل هېواد په سمسورتیا کې ونډه واخلي او خپل هېواد سمسور کړي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس  مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، چې د دې ولایت اوسېدونکي دې د نیالګیو کینولو او د نیالګیو د ساتنې او پالنې کلتور عام کړي او هم دې هڅه وکړي، څو په خپلو کروندو کې د نیالګیو کینولو ترڅنګ د ونو او ځنګلونو د پرې کولو څخه لاس واخلي.

د یادونې وړ ده، چې څه اوونۍ وړاندې د بغلان  د چاپیریال ساتنې ادارې له لوري هم د نیالګیو کینولو کمپاین پیل شوی و، چې په دې سره په دواړو کمپاینونو کې ۳۸۵ زره نیالګي په دې ولایت کې کینول کېږي.

 

نورګل اندړوال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته